په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا یو شمېر غړیو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سره د لېدنې پر مهال د اقتصاد، بانکونو، روغتیا، خوراکي توکي، د ښځو او نجونو زدهکړو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د دې شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل وايي، پهدې لېدنه کې یې له توماس وېسټ غوښتنه کړې چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي، څو دغه مسلې د خبرو اترو له لارې حل شي.
نوموړی زیاتوي، توماس وېسټ ورته د ګډ کار کولو ډاډ ورکړی، څو د هغو ستونزو د حل لپاره یوه مناسبه لار پیدا شي چې افغان سوداګر او نور افغانان ورسره مخ دي.