د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ پرون شنبه ناوخته د (غويي په ۳۱مه) د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره د بشري حقونو د وضعيت په اړه ټليفوني خبرې کړي دي.
توماس ويسټ په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې اميرخان متقي ته يې په افغانستان کې پر بشري وضعيت د اندېښنې ښودلو ترڅنګ، پر ښځو د بنديزونو له دوام سره هم خپل مخالفت په ډاګه کړی دی.
نوموړي يو وار بيا په دې خبرو کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پر پرانيستو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې طالبان دې ژر اجازه ورکړي څو نجونې ښوونځيو او ښځې کار کولو ته لاړې شي.
ويسټ دغه راز ويلي چې په دې خبرو کې د افغانستان پر اقتصادي ثبات، له افغانانو پر ملاتړ، د ځينو دولتي بنسټونه لغوه کېدو او دغه راز پر ملکي وګړو د ترهګريزو بريدونو په اړه يې هم له اميرخان متقي سره بحث او خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه اسلامي امارت په ټلوېزيونونو کې پر سکرين د ښکاره کېدو پرمهال پر ښځينه وياندويانو د مخ پوښل جبري کړي دي.