د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، د مخکېني حکومت د ملي پخلاينې عالي شورا له رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې پر وروستيو خونړيو بريدونو او د نجونو پر ښوونځيو خبرې کړي دي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، له عبدالله عبدالله سره يې په دې ټليفوني خبرو کې چې پرون جمعه د (غويي په ۲مه) ترسره شوي، افغانستان کې پر ملکي وګړو وروستي ترسره شوي خونړي بريدونه غندلي دي.
ويسټ زياته کړې چې د يادو بريدونو پر غندنې سربېره په دې خبرو کې ښوونځيو ته د نجونو د بېرته ستنېدو په اړه د افغانانو پر زياتې لېوالتيا هم خبرې شوي او ويلي یې دي، چې يادې لېوالتيا ته په پام سره طالبان بايد له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم د نجونو پرمخ پرانېزي.
په افغانستان کې د ښوونيز کال له پيل سره سم، له شپږم ټولګي د پورته ټولګيو نجونې هم له ښوونځيو منعه شوې. دې کار عام افغانان سخت وځورول او اوس هم ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې ژر تر ژر اجازه ورکړي، څو نجونې ښوونځيو ته لاړې شي.