Home » فرهنګی او ټولنیز » تهریډز؛ میتا له ټویټر سره د سیالۍ لپاره نوی اپلیکشن پیل کړ

تهریډز؛ میتا له ټویټر سره د سیالۍ لپاره نوی اپلیکشن پیل کړ

د فېسبوک او انسټاګرام ملکیت لرونکي شرکت میټا مشر مارک زوکیربیرګ وايي، د دوی شرکت له لوري نوی پیل شوی پیغامیز اپلیکشن تهریډز به له خواله رسنۍ ټویټر سره په سیالۍ کې مخکې شي.

متخصصین وايي، دا نوی اپلیکشن ښايي د ټویټر هغو کاروونکو پام ځانته کړي، چې په ټویټر کې له وروستیو بدلونونو خوښ نه دي.

تهریډز خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې د ۵۰۰ کلیمو لیکلو اجازه ورکوي او د ټویټر په څېر ګڼې ځانګړنې لري.

که څه هم دا اپلیکیشن تر اوسه په اروپايي ټولنه کې په کار پیل نه دی کړی، خو زوکیربیرګ وايي له پیل ایله څلور ساعته وروسته د هغو کسانو شمېر له پنځو میلیونو اوښتی، چې د دې اپلیکشن کارول یې پیل کړي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...