Home » افغانستان » ترکیه، پاکستان: افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي
رویداد خبري آژانس

ترکیه، پاکستان: افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي

پاکستان، ترکیې او افغانستان له طالبانو غوښتي چې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي. د یادو درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر یوې درې اړخیزې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او طالبانو ته په کار ده چې مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

 د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، دوی هڅه کوي طالبان اوربند او تلپاتې سولې ته وهڅوي، دوی دې د استانبول کنفرانس کې ګډون وکړي او نړیوالو ته دې ثابته کړي چې سولې ته ژمن دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې د ترکیې د کنفرانس جوړولو ته یې هڅې روانې دي او ښايي تر اختر وروسته دغه کنفرانس جوړ کړل شي.

 د یادو درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې طالبان باید په خبرو کې برخه واخلي او دایمي اوربند ته دې غاړه کېږدي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...