Home » افغانستان » ترکيې له لوري په پروان کې پر سلګونه اړمنو کورنيو مرسته وېشل شوې

ترکيې له لوري په پروان کې پر سلګونه اړمنو کورنيو مرسته وېشل شوې

په کابل کې د ترکيې سفارت نن دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) خبر ورکړی چې په پروان ولايت کې يې پر سلګونه اړمنو کورنيو لازمې مرستې وېشلي دي.

نوموړي سفارت په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې دا مرستې په څلورمه جوپه کې موده وړاندې د ترکيې بېلابېلو دولتي ادارو په همکارۍ افغانستان ته رسېدلې وه او دامهال په پروان کې ۳سوو کورنيو ته ووېشل شوه.

په کابل کې ترکيې سفارت له يادو مرستو سره جوخت ويلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين له پيل تر دې مهاله يې شاوخوا ۴۹۶۵۰ کورنيو ته مرستې او اړين توکي رسولي دي.

ترکيه داسې مهال له عامو افغانانو سره د مرستې کولو خبره کوي، چې د ملګرو ملتونو په وينا لا هم په افغانستان کې بشري ناورين نه دی کابو شوی.

د دې سازمان د کډوالو برخې عالي کمېشنرۍ پرون يک‌شنبه ويلي چې په افغانستان کې لسيزې جګړې، ناسم اقتصادي وضعيت او دغه راز د توکو د بيو لوړوالی هغه عمده عوامل دي، چې عام افغانان يې د مرستې ترلاسه کولو او لاسنيوي ته اړ کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...