Home » افغانستان » ترکيه: له قطر سره په ګډه د افغانستان ۵ هوايي ډګرونو د مديت کولو مسووليت اخلو

ترکيه: له قطر سره په ګډه د افغانستان ۵ هوايي ډګرونو د مديت کولو مسووليت اخلو

ترکي چارواکو خبر ورکړی چې له قطر سره د ګډې همکارۍ پر بنسټ هڅه کوي څو په افغانستان کې د کابل هوايي ډګر په شمول، د ۵ نورو هوايي ډګرونو د مديريت او سمبالونې مسووليت هم واخلي.

دا څرګندونې د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۲۹مه) په انقره کې د مالېزيا بهرنيو چارو له وزير سيف‌الدين عبدالله سره ګډ خبري کنفرانس ته کړي.

نوموړي زياته کړې چې ټاکل شوې يو ترکي پلاوی دوشنبه د شپې قطر ته روان شي او له هغه ځايه به له قطري پلاوي سره په ګډه کابل ته لاړ شي څو د افغانستان موقت حکومت له مسوولانو سره په دې اړه خبرې وکړي.

له دې وړاندې د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني خبر ورکړی و چې قطر او ترکيه په ګډه د کابل هوايي ډګر د چارو مديريت کولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...