د بهرني رسنیو په حوله بېلاروس هېواد کې د اټمي انرژۍ دستګاه د یو شمېر ستونزو له امله ودرول شوه.
د یاد هېواد د اټمي انرژۍ دستګاه د لیتوانیا له پولې سره نژدې پرته ده.
څه موده وړاندې د بیلاروس هېواد مشر الکساندر ددې دستګاه پرانیسته کړې وه او ویلي وو چې دوي به په راتلونکي کې د اټمي ځواک درلودونکو هېوادونو په قطار کې شمېرل کیږي.
د بیلاروس هېواد چارواکي وايي د اټمي انرژۍ دستګاه د برېښنا چارې ځکه ودرول شوې چې د انرژۍ وزارت ویلي د یاد دستګاه ځیني وسایل بدلوي.
د رپوټونو پر اساس په بیلاروس کې د اټمي انرژۍ مرکز د روسیې په لس میلیارډه ډالره پور جوړیږي.