Home » افغانستان » بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې ننګونې مخ په زياتېدو دي
رویداد خبري آژانس

بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې ننګونې مخ په زياتېدو دي

د بښنې نړيوالو سازمان يا Amnesty international  يو وار بيا په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې دغلته خبريالانو لا هم د دندې پرمهال له ستونزو سره مخ کېږي.

دې سازمان ويلي، په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره، په ګڼو برخو کې د کار ساحه تنګه شوې او يو له دې ساحو د رسنيو د فعاليت ساحه ده.

د بښنې نړيوال سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتنه کړې، چې د رسنيو ازادۍ ته ژمن پاتې شي او اجازه دې ورکړي، څو خبريالان په ډاډ زړه خپل رسنيز کارونه مخته يوو.

احسان‌الله احسان د رويداد خبري اژانس خبريال

د بښنې نړيوال سازمان داسې مهال د خبريالانو پر وړاندې د ستونزو له زياتېدو خبر ورکوي، چې تازه نن د رويداد خبري اژانس خبريال او د خبرونو مسوول احسان‌الله احسان په کابل کې د امنيتي ځواکونو له لوري په داسې حال کې نيول شوی، چې د راپور چمتوو کولو په موخه يې په ښار کې د عامو خلکو نظرونه اخيستل.

د افغانستان سرپرست حکومت څو مياشتې وړاندې د رسنيو د تخطيو کمېسيون بېرته احيا کړ، خو لا هم د دې کمېسيون فعاليتونه په بشپړه توګه نه دي منظم شوي.

که له يوې خوا خبريالان د کار په جريان کې له ستونزو سره مخ کېږي، تر څنګ يې مالوماتو ته نه لاسرسی هم هغه ستونزه ده، چې خبريالانو تل ترې شکايت کړيت کړی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...