Home » افغانستان » بښنې نړيوال سازمان: د پوهنتون استاذ فېض جلال دې سم‌لاسي خوشی شي

بښنې نړيوال سازمان: د پوهنتون استاذ فېض جلال دې سم‌لاسي خوشی شي

د بښنې نړيوال سازمان په کابل کې د امنيتي ځواکونو له لوري د پوهنتون استاذ فېض جلال نيول کېدل غندلي او ويلي يې دي چې نوموړي د وينا له ازاده په ګټنې سره خپل نظر څرګند و.

دې سازمان په خپل ټوېټر کې د يوه پيغام په خپرولو سره له مسوولانو غوښتي، چې فېض جلال دې سم‌لاسي خوشی کړي.

بل پلو، د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد بيا په خپل ټوېټر کې لېکلي، فېض جلال د خپلو خبرو د وضاحت په موخه نيول شوی او نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې د نظام پر ضد خلک هڅول.

تر اوسه د نوموړي د خلاصونو په اړه د اسلامي امارت مسوولانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...