د امريکا پخواني ملي امنيت سلاکار جان بولټن يو وار بيا د ولسمشر جوبايډن پر پرېکړه چې له مخې يې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو سرتېري ويستل شوي، نېوکه کړې او ويلي يې دي چې دا پرېکړه له وخت مخکې وه.
نوموړي له سکای نيوز سره په تازه مرکه کې چې نن دوشنبه د (لړم په ۲۴مه) خپره شوه ويلي، دا مهال د امريکا ولسمشر جوبايډن د هغې پرېکړې له امله چې پر بنسټ يې امريکايي سرتېري وويستل شول، د محبوبيت له کموالي سره مخ دی.
بولټن زياته کړې، دا سمه ده چې په نړيواله کچه د امريکا مخالفان ډېر دي خو په خبره يې د بايډن د محبوبيت کمېدو عمده لامل له افغانستان څخه د سرتېرو باسل وو. د نوموړي د اروزنې له مخې جوبايډن په اوس کې د ټولې امريکا په کچه شل سلنه محبوبيت له لاسه ورکړی او په خبره يې دغه اندازه نور هم د لوړېدو په حال کې ده.
جان بولټن په دې مرکې کې د امريکا او چين ترمنځ اړيکو ته هم اشاره کړې او ويلي يې چې له د دواړو هېوادونو اړيکې په خورا ټيټه کچه کې دي.
بولټن د امريکا او چين ترمنځ د اقليمي خطرونو د کمولو پر هوکړې نيوکه کړې او ويلي يې دي چې په دې هوکړه کې چين برلاسی دی او کولی شي چې د امريکا له دولت ناسمه ګټه پورته کړي.