Home » سپورټ » بنګله دېش کرکټ لوبډله د اسیا ۱۹ کلنو جام اتله شوه

بنګله دېش کرکټ لوبډله د اسیا ۱۹ کلنو جام اتله شوه

د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام سیالیو پایلوبه کې بنګله دېش لوبډلې هند ته په ماتې ورکولو سره د یاد جام اتلولي په خپل نوم کړه.
دغه لوبه(یک شنبه،۱۸د لېندۍ)د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه.
د بنګله دېش لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې توپوهنه پیل کړه چې په ۴۹.۱ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په زیان سره د هند لوبډلې ته د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې هند لوبډلې په ۳۵.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې وکړې او د ۵۹ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.
د یادونې وړ ده چې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په ګډون ۸ لوبډلو ګډون کړی وو، چې افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې په پرله پسې ډول درې ماتې وخوړې او له سیالیو بهر شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...