Home » افغانستان » بلېنکن: په امريکا کې د افغان کډوالو وروستۍ ډله هم ځای پر ځای شوه
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

بلېنکن: په امريکا کې د افغان کډوالو وروستۍ ډله هم ځای پر ځای شوه

په دې وروستيو کې امريکا ته تللو يو شمېر افغان کډوالو شکايت درلود چې لا هم د کډوالو په کمپونو کې دي او د امريکا حکومت له لوري ورته د ځای پر ځای کېدو اسانتياوې نه دي برابرې شوې؛ خو د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن تازه د يادو افغان کډوالو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړی.

نوموړي پرون چهارشنبه د (کب په ۴مه) په خپل ټوېټر کې ويلي، د افغان کډوالو وروستۍ جوپه چې د امريکا له لوري ايستل شوي، په امن ځايونو کې ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي په دې برخه کې له دخيلو امريکايي چارواکو مننه کړې او ويلي يې دي چې له پلان سره سم يې ياد کډوال پر وخت په امن ځايونو کې ځای پر ځای کړل.

امريکا ته تللي ډېری افغان کډوالو د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته، د امريکايي پوځيانو له لوري د تخليې عملياتو پرمهال ايستل شوي او يو شمېر لا هم په عربي اماراتو، قطر او يو شمېر نورو هېوادونو کې بې برخليکه پاتې دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...