د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، په روسیه کې د امریکا د قونسلګرۍ کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په روسیه کې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له نیول شوي خبریال سره وګوري.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون شنبه د اپرېل ۱۵مه د ویتنام د سفر پر مهال وویل چې تر اوسه د امریکا د قنسولګرۍ هېڅ کارکوونکی نه دی توانېدلی چې روسیه کې د والسټریت ژورنال له نیول شوي خبریال ایوان ګیرشکوویچ سره وګوري.
بلېنکن زیاته کړه، چې مسکو باید ‘همدا اوس» د دې کتنې زمینه برابره کړي.
ایوان ګیرشکوویچ تر سړې جګړې وروسته لومړی امریکايي خبریال دی چې په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول کېږي.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په جاسوسۍ کې د ګیرشکوویچ د دخالت تورونه رد کړي دي.
د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې د مارچ میاشتې پر ۳۰مه اعلان کړی و چې ایوان ګیرشکوویچ یې په اورال یکاترینبورګ ښار کې په دې تور نیولی چې د روسیې د پوځي صنعت د ټولنې په اړه یې دولتي رازونه ټولول.
دغه اداره وايي، د دې امریکايي وګړي پر خلاف یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده.