Home » افغانستان » بلېنکن: د افغانستان له جکړې مو ډېر څه زده‌ کړي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چاور وزیر،انتوني بلېنکن

بلېنکن: د افغانستان له جکړې مو ډېر څه زده‌ کړي

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د روان ۲۰۲۱ زېږديز کال وروستيو ورځو ته په اشارې سره ويلي، دا مهال هېڅ امريکايي سرتېری په افغانستان کې موجوديت نه لري.

نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې د دوو لسيزو جګړې پرمهال يې، له يادې جګړې ډېر څه زده‌ کړي خو دا چې څه يې زده‌‌کړي، په دې اړه يې نور وضاحت ورنه کړ.

نوموړي پرون ناوخته د (لېندۍ په ۳۰مه) واشنګټن کې يوې خبري ناستې ته په دې اړه زياته کړه، په داسې حال کې چې دامهال په افغانستان کې هېڅ امريکايي سرتېری موجود نه دی، د امريکا دولت د کال په وروستيو ورځو کې هېڅ کوم سرتېری هم دې هېواد ته نه لېږي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته، د اګسټ په ۳۱مه امريکايي او نور بهرني سرتېري په شپړ ډول له افغانستان څخه ووتل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...