Home » سیمه او نړی » بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو درنه چاودنه شوې

بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو درنه چاودنه شوې

په بلوچستان کې د پاکستاني پوځيانو پر موټريز کاروان درنه چاودنه شوې او په ترڅ کې يې ګڼو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني چارواکو هم چاودنه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې دغه چاودنه نن چهارشنبه د (کب په ۲۵مه) له غرمې وړاندې د کووټې ښار لوېديځ ته په ۱۸۰ کيلومتره کې شوې ده. د لومړنيو رسمي شمېرو له مخې په دې چاودنه کې ۴ تنه پوځيان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

د يادې چاودنې مسووليت په سيمه کې د فعالو بلوڅ‌ بېلتون‌پالې ډلې منلی او ادعا يې کړې، چې په ترڅ کې يې ۱۰ پوځيان وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...