د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د ۵تنو ځايي اوسېدونکو مړي موندل شوي دي. په سيمه کې چارواکو هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياد کسان په ډزو وېشتل شوي.
د چارواکو په خبره د موندل شويو جسدونو په اړه د عدلي طب موندنې ښيي چې له ډلې يې دوه تنه په خپلو کې سره سکه وروڼه دي. دوی ويلي چې له څېړنو وروسته يې جسدونه خپلو کورنيو ته سپارلي دي.
د يادو کسانو د وژنې مسووليت بلوڅ بېلتون پالو په غاړه اخيستی دی. که څه هم يادو بېلتون پالو د وژل شويو ۵تنو د وژنې په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو تل يې په ورته توګه وژل شوي کسان د پاکستان له اسختباراتو سره تړلي بللي دي.