د بلخ ديني عالمان پرون يکشنبه د (وري په ۱۴مه) د مزار شريف ښار په ابوذز غفاري دارالعلوم کې راټول شوي وو او د نجونو پر زدهکړو يې مفصل بحث کړی.
ياد ديني عالمان وايي، د نجونو زدهکړه په هېڅ صورت له شريعت سره په ټکر کې نه ده او په خبره يې اسلام د نارينهوو ترڅنګ د ښځينهوو زدهکړې هم مجوزې ګڼلي دي.
يادو ديني عالمان د يوې ګډې اعلاميې په ترڅ کې ويلي، چې اسلام نر او ښځو ته برابر د ديني او عصري زدهکړو حق ورکړی او له همدې کبله دې حکومت ژر تر ژر د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي.
له دې وړاندې په کابل کې هم ديني عالمان د نجونو زدهکړې ديني حکم بللی او له حکومت يې غوښتي و، چې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.
عام خلک د نجونو د زدهکړو ځنډولو په اړه د طالبانو پرېکړه ظالمانه بولي او وايي، چې له پلمو پرته دې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي.