Home » افغانستان » بلخ کې د امبرکول کرنيز کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

بلخ کې د امبرکول کرنيز کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د اوبو د تنظيم ملي اداره وايي، په بلخ کې د شورتپې ولسوالۍ اړوند امبرکول کرنيز کانال د جوړونې چارې په بشپړه توګه پای ته رسېدلي او نن د يک‌شنبې په ورځ د (غبرګولي په ۳۰مه) ګټې اخيستنې ته هم وسپارل شو.

د يادې ادارې رئيس خان محمد تکل په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، دا کانال چې ۱.۵ کيلومټره اږدوالی لري په شورتپه کې د ځمکو خړوبولو او د اوبو کموالي له امله د بزګرانو شکايتونو ته د رسېدنې په برخه کې خورا مهم دی.

له دغه کانال څخه چې د خوړو نړيوال سازمان يا WFP په مالي مرسته جوړ شوی، ۳۵۰ کورنۍ د ځمکو خړوبولو او اړتيا وړ اوبو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخيستی شي.

د يو شپږ اېنچه واټرپمپ پر مټ  د امو سیند اوبه یاد کانال ته لېږدول کېږي او د کانا له لارې په شورتپه کې پر خلکو وېشل کېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...