Home » افغانستان » بغلان کې د طالبانو استخباراتي مسوول په ګډون څلور تنه نیول شوي
رویداد خبري آژانس

بغلان کې د طالبانو استخباراتي مسوول په ګډون څلور تنه نیول شوي

بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو استخباراتي مسوول نیول شوی.

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو استخباراتي مسوول قاري صلاح الدین یې نیولی دی. صلاح الدین د بغلان مرکزي ولسوالۍ په شهرکهنه سیمه کې له ملي پولیسو سره تر لنډې نښتې وروسته له څلورو همکارانو سره یې یو ځای نیول شوی دی.

یاد کس د ترورېستي پېښو په طرح او سازماندهي او په ځانګړې توګه د بغلان – کندوز پر لویه لار له مسافر وړونکو وسایطو څخه په باج اخیستنه کې مهم نقش درلود.

یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې کسانو څخه پنځه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...