عراقي چارواکي وايي د بغداد ښار کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي چې په کې ۲۸ تنه وژل شوي دي.
عراقي پوځیان وايي دغه ځانمرګي بریدونه د بغداد په مرکز طیران چوک د بازار په منځ کې شوي دي.
د عراقي پوځ د ټولنیزې دفاع مشر جنرال کدهیم سلمان رسنیو ته ویلي چې ښایي دا ځانمرګي بریدونه داعش ډلې کړی وي.
جنرال سلمان خبریالانو ته ویلي چې د بریدونو په پایله کې ۲۸ کسان وژل شوي او شاو خوا ۷۰ تنه نور ټپیان دي.
د بهرنیو رسنیو په حواله همدې سیمه کې وروستی ځانمرګی برید د ۲۰۱۸ په جنورۍ کې شوی و چې ۲۷تنه په کې وژل شوي وو.
د عراق حکومت او پوځ وایي دغه ډله اوس ددې توان نلري چې کومه سیمه دې ونیسي، خو وایي چې دغه سخت دریځه به د عراق د ثبات او امنیت د ګډوډولو لپاره بریدونو ته دوام ورکړي.
د یادو بریدونو مسولیت داعش وسلوالې ډلې ومانه.