د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په درې ورځو کې یعنی د مرغومې له ۲۹ مې تر د سلواغې لومړۍ نېټې پورې ۴۴ عام افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بشري حقونو کمېسیون زیاتوي په دې کې ۸ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو په اساس دغه مرګ ژوبله په ۵ ولایتونو کې د نښلیدونکي ماینونو، هدفي بریدونو او د هاوان لګیدو له امله اوښتې.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وویل په دې مرګ ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه کمېسیون پر ښکیلو خواو غږ کړی چې بشر دوستانه نړیوال حقوق رعایت کړي او د تاوتریخوالي کمولو او د اوربند غوښتنه یې هم کړې ده.