له امريکا وروسته دا ځل برېتانيې هم ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د نوي حکومت پر وړاندې، د هېڅ کوم وسلهوال مخالفت او يا هم ډلې ملاتړ ونه کړي.
دا څرګندونې د افغانستان لپاره د برېتانيې سفير هيوګو شارټر د افغانستان بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره په ليدنه کې کړې دي. د دې لېدنه پرمهال چې پرون جمعه د (غويي په ۲مه) په دوحه کې ترسره شوې شارټر ټينګار کړی، د افغانستان په اړه د برېتايې پاليسي دا ده چې دغلته د وسلهوال مخالفت نه يوازې دا چې ملاتړ يې نه کوي، ترڅنګ يې ورته مخالفتونه ګټور هم نه بولي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې د هيوګو شارټر له قوله زياته کړې، نوموړي د نشهيي توکو د کښت په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان هرکلی کړی او ډاډ يې ورکړی، چې له نړيوال بانک سره په ګډه د يوې داسې طرحې په جوړولو کار کوي، څو له مخې يې افغان بزګرانو ته د بديل معيشت په برابرولو کې همکاري وکړي.
له دې سره د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي د برېتانيې او افغانستان ترمنځ پر مثبتو اړيکو ټينګار کړی او وروستي بريدونه يې چې ملکي خلک په کې په نښه شوي، له عامو افغانانو سره دوښمني بللې.