Home » افغانستان » برېتانيا: افغانستان کې بهر ته پر تګ له بنديز سره د خلکو ازادي محدوده شوې

برېتانيا: افغانستان کې بهر ته پر تګ له بنديز سره د خلکو ازادي محدوده شوې

برېتانيا په افغانستان کې د اسلامي امارت هغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی چې له مخې يې بهرنيو هېوادونو ته د افغانان پر تګ بنديز لګول شوی.

د افغانستان لپاره د برېتانيا شارژدافېر هوګو شارټر پرون په خپل ټوېټر کې ليکلي، بهر ته د عامو افغانانو پر تګ بنديز د تګ راتګ ازادۍ د محدودولو په مانا دی او زياتوي چې دا کار په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.

نوموړي د ښځو د سفر موضوع ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې پر افغان ميرمنو هم له محرم پرته د سفر بنديز لګول شوی دی. شارټر د اسلامي امارت پر چارواکو غږ کړی چې د يادې موضوع په اړه وضاحت وړاندې کړي.

له دې سره هوګو شارټر په کابل او نورو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو له لوري روان عمليات غندلي او زياته کړې يې ده چې اسلامي امارت چارواکي دې دغه عمليات ژر ودروي.

پر دې عملياتو وروسته له هغې د نړيوالو نيوکې زياتې شوې، چې عامو خلکو په کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري له ځورول کېدو شکايتونه وکړل.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...