د رئيسالوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، اسلامي امارت ژمن او مسوول دی چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې په هېواد کې د لوږې ختمولو په موخه اقتصادي پياوړتيا ته کار وکړي.
نوموړي چې نن يې د اقتصادي کمېسيون په لومړنۍ غونډه کې يې خبرې کولې وويل، هغه هڅې چې پر بنسټ يې کورني او بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅېږي، بايد زياتې شي.
برادر زياته کړه چې د پانګونې په جلب سره په افغانستان کې د لوږې کمول او دغه راز خلکو ته د کاري فرصتونو پيدا کول يقيني کېږي.
نوموړي په همدې حال کې ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان اقتصادي پياوړتيا لپاره، لنډمهال او اوږدمهال پلانونه او طرحې ورسره شريکې کړي.