Home » افغانستان » برادر: دوحې هوکړې په افغانستان کې د ويني تويېدو او ورانۍ مخه ونيوه

برادر: دوحې هوکړې په افغانستان کې د ويني تويېدو او ورانۍ مخه ونيوه

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال عبدالغني برادر وايي، په دوحې کې د امريکا او اسلامي امارت ترمنځ د شوې هوکړې تاثيرات په افغانستان کې په ډېر ښه ډول را برسيره شوي او ښې پايلې يې لرلې.

نوموړي چې نن سې‌شنبه د (کب په ۱۰مه) يې کابل کې د دوحې هوکړې د لاسليک دويمې کليزې نمانځغونډې په مراسمو کې خبرې کولې وويل، له امريکا سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه کاله وړاندې شوې هوکړه د دې لامل شوه، چې په افغانستان کې د وينې تويېدو او د هېواد د ورانۍ مخه ونيول شي.

برادر زياته کړه چې دا مهال په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله ښه امنيت رامنځته شوی او په خبره يې ولس دې د هغو عناصرو پر وړاندې له اسلامي امارت سره په څنګ کې ودرېږي، چې د وطن ناامنه کول غواړي او د اقتصادي پراختيا مخه نيسي.

په ورته وخت ملا بردر کې د ټول هېواد په کچه د پوهنتونونو دروازو د بيا پرانيستل کېدو موضوع ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، عصري زده‌کړې د هېواد د ابادۍ يوازينۍ لار ده او له ټولو ځوانان يې وغوښتل چې د عصري زده‌کړو ترلاسه کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي د افغانستان له متخصص بشري ځواک هم غوښتنه وکړه چې هېواد دې نه پرېږدي او د افغانستان په ابادۍ کې دې ګډه برخه واخلي. برادر دغه راز له نړيوالو متخصصانو هم په افغانستان کې د ودې په موخه د طرحو او مشورو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې اسلامي امارت به ترې لازمه ګټه پورته کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...