Home » افغانستان » بدخشان کې ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

بدخشان کې ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

د بدخشان ولایتي شورا غړی جاوید مجددي نن رسنیو ته وویل چې یاد سیمه ییز پولیس تېره شپه د جرم ولسوالۍ په (پل کیبلي) سیمه کې وژل شوي دي، نوموړي وویل سیمه ییزو پولیسو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته کله چې طالبانو د دوي پر امنیتي پوستو باندې برید وکړ.

راپورونه وايي چې په دغه نښته کې د عمر په نوم د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان هم وژل شوی دی.

په یاد برید کې ۱۵ سیمه ییز پولیس ټپیان شوي هم دي.

په سیمه کې یوه سرچینه ویلي چې طالبانو دوه هاموي ټانکونه له ځان سره بیولي دي او پوستو ته یې اور اچولې او له سیمې وتلي دي.

د بدخشان پولیسو ویاند ثناء الله روحاني پیښه مني او وايي چې په دغه نښته کې لسو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي په یاده پیښه کې وسلوالو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...