Home » سیمه او نړی » بایډن نتانیاهو په غزه کې د اوربند پر وړاندې اصلي خنډ ګڼي
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

بایډن نتانیاهو په غزه کې د اوربند پر وړاندې اصلي خنډ ګڼي

د امریکا ولسمشر، جو بایډن د اسراییلو لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو په غزه کې د اوربند د ټینګښت پر وړاندې لوی خنډ ګڼي.

اېن بي سي نیوز د خپلو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې بایډن په دې وروستیو کې په غزه کې د اسراییلو د پوځي چلند د بدلون په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې او نتانیاهو یې د دې ستونزې اصلي لامل ګڼلی دی.

دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې بایډن هڅه کوي چې اسراییل په غزه کې اوربند ته قانع کړي، خو بایډن له نتیانیاهو سره په دې اړه هوکړې ته نه دی رسېدلی.

د دغو سرچینو په وینا، چې بایډن په وروستیو ملاقاتونو کې نتیانیاهو ته نامناسب الفاظ هم کارولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې چې بایډن په خپلو ځینو بیانونو کې ویلي چې دی باور لري چې نتانیاهو په قصدي توګه په واک کې د پاتې کېدو لپاره د غزې جګړه اوږدوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...