د امريکا ولسمشر جوبايډن او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پرون سېشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۱۶مه) په انلاين ډول سره ولېدل او پر يو لړ مهمو مسايلو يې بحث وکړ.
سپينې د يادو دوه ساعته خبرو په تړاو ويلي، د بحث يو له عمده ټکو د اوکراين مسئله وه. له سپينې ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، ولسمشر بايډن خپل روسي سيال ولسمشر پوتين ته خبرداری ورکړ، که روسيه د اوکران پر خلاف پر پوځي اقدام لاس پورې کړي نو د امريکا له لوري به له درنو مالي او نورو اقتصادي بنديزونو سره مخ شي.
ولسمشر بايډن زياته کړې چې امريکا په هر حالت کې د اوکراين حاکميت او جغرافيهوي حدودو ته د درناوي ترڅنګ په سختو شېبو کې د نوموړي هېواد په خوا کې پاتې کېږي او اجازه به ور نه کړي چې څوک پرې بريد وکړي.
نوموړي له ولسمشر پوتين غوښتي چې اوکراين ته څېرمه له پولو څخه د خپلو پوځيانو په لرې کولو سره دې، په ياده سيمه کې موجوده اندېښنه لرې کړي.
په همدې حال کې کريملېن هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، ولسمشر پوتين له ولسمشر بايډن غوښتې چې روسيې او د دې هېواد ګاونډيو ته څېرمه دې د ناټو سازمان د نفوذ پراختيا مخه ډپ کړي.
د اعلاميې له مخې پوتين ټينګاری کړی چې روسيه د يوه داسې قوي او قانوني تضمين غوښتونکې ده چې پر بنسټ يې په ختيځ کې د ناټو له لوري د وسلو ځای پرځای کولو سيسټم مخنيوی کېږي.
د کريملېن د اعلاميې له مخې، ولسمشر پوتين له ولسمشر بايډن سره په خبرو کې دا هم ويلي چې د پخواني شوروي اتحاد غړي اوکراين ته دې د ناټو په سازمان کې غړيتوب هم نه ورکول.
خو د امريکا ملي امنيت سلاکار جيک سولېوان ويلي چې ولسمشر بايډن ولسمشر پوتين ته د اوکراين په تړاو کوم مشخص ځواب نه دی ورکړی.