Home » افغانستان » بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید مسوولیت داعش منلی

بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید مسوولیت داعش منلی

په بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید مسوولیت داعش منلی دی.

داعش د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی جنګیالیو بهرني سیلانیان او شعیه ګان په نښه کړي دي.

داعش ویلي چې په دې برید کې اووه بهرني سیلانیان او پنځه «هزاره شیعه ګان» وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د جمعې په مازدیګر وسله والو بریدګرو د بامیان په مرکز کې پر بهرنیو سیلانیانو او د هغوی سره په شته کسانو برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په دې برید کې د دریو بهرنیانو او دریو افغان اتباعو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او د څلورو بهرنیانو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي دي.

وژل شوي درې سیلانیان د هسپانیا اتباع دي. په ټپيانو کې يو هسپانوي، يو اسټراليايي، يو ناروې او يو ليتوانايي تبعه شامل دي.

بلخوا په کابل کې د ايمرجنسي روغتون چارواکو پرون ویلي وو چې د دغه بريد پنځه ټپيان د دغه روغتون د جراحۍ څانګې ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه برید په تړاو یې اووه تنه نیولي دي، خو د هغوی د هویت په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...