Home » افغانستان » بامیانو کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

بامیانو کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

د بامیانو سیمه ییزو چارواکو د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی، چې درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.

مسوولانو ویلي چې په یاد ولایت کې د سېلابونو له امله ۲۰۵ جریبه کرنیزه ځمکه او ۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

ویل کېږي، چې د دې سیلابونو له امله ۲۶ کیلو مټره سړک ویجاړ شوی او ۶۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

سیمه ییزو چارواکو همداراز زیاته کړې چې دا سېلابونه پرون جمعه د غبرګولې ۲۵مه د بامیانو په مرکز د سیغان ولسوالۍ په ګلستان سیمه کې راوتلي دي.

له دې وړاندې د هوا پېژندنې ریاست په یو شمېر ولایتونو کې د درنو بارانونو، سېلابونو، رعد او برق او لنډمهاله چټکو بادونو خبرداری ورکړی و.

بلخوا د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې په افغانستان کې په تېره میاشت کې د درنو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۴۷ کسان مړه او څه باندې ۱۰ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...