Home » اقتصادی » باغوانان:کندهار کې د انګورو حاصلات کم شوي
رویداد خبري آژانس

باغوانان:کندهار کې د انګورو حاصلات کم شوي

په کندهار ولایت کې يو شمېر باغوانان وايي، پر انګورو یې د سپېرغوږي نومي نباتي ناروغۍ له کبله یې سږ کال بر ییا حاصلات لږ اخیستي دي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسولان هم مني چې سږ کال د نباتي ناروغیو له کبله د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالى راغلى دى.

سید حفیظ‌ الله سیدي یوې رسنۍ ته وویل، دوی د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره باغوانانو ته عامه پوهاوی ورکړی او په زرګونه کیلوګرامه درمل‌ یې هم ورته وېشلي دي.

د سیدي په خبره، سږ کال به د کندهار د انګورو د تولید کچه شاوخوا ۳۰۰ زره مټریک ټنه وي، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه شاوخوا ۴۰۰ زره مټریک ټنو ته رسېده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...