د قبايلو په باجوړ اېجنسۍ کې د پاکستان پر پوځ او پوليس غبرګې چاودنې شوې چې پوازي په يوه چاودنه کې ۴ تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
د ځايي چارواکو خبره لومړنۍ چاودنه پرون د چهارشنه د (تلې په ۲۸مه) مازدېګر مهال د باجوړ په بانډهګۍ سيمه کې د سړک غاړي خښ شوي ماين له کبله چې د پوځيانو موټر پرې ختلی رامنځته شوې او دويمه چاودنه بيا د همدې سيمې په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوې چې امنيتي ځواکونو غوښتل د اولنۍ چاونې ځای ځان ورسوي.
که څه هم پاکستاني چاروکو په اولنۍ چاودنه کې پوځيانو ته د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو ځايي چارواکي ويلي چې په دويمه چاودنه کې ۴تنه سرتيري وژل شوي دي.
د يادو دواړو چاودنو مسووليت په قبايلي سيمو کې فعالې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP ډلې منلی دی. تحريک طالبان پاکستان ډلې په دې وروستيو کې پر پاکستاني پوځيانو مرګوني بريدونه پیل کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس