Home » افغانستان » باجوړ کې عامو خلکو د ناامنۍ زياتېدو له امله اعتراض پيل کړی

باجوړ کې عامو خلکو د ناامنۍ زياتېدو له امله اعتراض پيل کړی

د باجوړ اجنسۍ اوسيدونکو په داسې حال کې اعتراضيه پرلت پيل کړی، چې په دې وروستيو کې دغلته هم د نورو قبايلي سيمو په څېر ناامني زياته شوې ده.

همدا تېره ورځ د (زمري په ۲۸مه) په باجوړ ايجنسۍ کې پر پوليسو چاودنه شوې او په ترڅ کې يې دوه تنه پوليس وژل شوي دي. د دې چاودنې مسووليت داعش ډلې په غاړه اخيستی دی.

د باجوړو اوسيدونکو هم دغه پرلت له يادې چاودنې وروسته پيل کړی او وايي، تر هغې به دوام وکړي څو چې حکومت ورته د امنيت د ټينګښت قوي ضمانت نه وي ورکړی.

پرلت کوونکي وايي، په وروستۍ موده کې په ياده ايجنسۍ کې د وسله‌والو کسانو فعاليت زيات او ورسره ناامني هم پراخه شوې ده. دوی ادعا کوي چې د امنيتي وضعيت په خرابېدو سره هدفي وژنې، چاودنې او وسله‌والې نښتې زياتې شوي دي.

پرلت کوونکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې پرلت يې له قومي مشرانو او سياسي ګوندونو سره په مشوره پيل کړی او موخه يې په باجوړ او نورو قبايلي سيمو کې د امنيت ټينګښت دی.

دوی ټينګار کوي، هر څنګه چې کېږي حکومت دې له باجوړ او قبايلو د ناامنۍ لمن ټوله کړي او دا پلمه دې نه برابروي چې خلک بيا د ناامنۍ په پلمه ووژل او لوټل شي.

د خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو په ګڼو ځايونو کې دامهال د ناامنۍ خلاف پرلتونه دوام لري؛ خو د پاکستان پوځ بيا ردوي چې ګواکې په يادو سيمو کې دې ناامني وي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...