په داسې حال کې چې تېره دوشنبه د (چنګاښ په ۷مه) د وسلهوالو لاس ته د ټېګري سيمې مرکز له لوېدو سره سم اېتوپيا حکومت د اوربند اعلان وکړ، خو د ټېګري خلکو د ازادۍ جبهې په نوم وسلهوالې ډلې د دغه هېواد له ځواکونو سره د جګړې لپاره د چمتووالي خبر ورکړی.
دې ډلې تازه نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۹مه) اعلان کړی چې د ټېګري له مرکز ميکيل يې اېتوپيايي ځواکونه په شا تمبولي او دا مهال دغه ښار په بشپړه توګه د يادې ډلې په ولکه کې دی.
د ټېګري اوسېدونکو هم خبر ورکړی چې په مرکز ميکيل کې د ټېګري د خلکو ازادۍ جبهې وسلهوال ځای پر ځای شوي او خپله برلاسي نمانځي.
له دې سره د اېتوپيا په شمالي شير سيمه کې هم ځايي خلکو ويلي چې دولتي ځواکونو شاتګ کړی او پر ځای يې ټېګري وسلهوالو سيمې نيولي دي.
د اېتوپيا ځواکونو له ۸ مياشتو جګړې وروسته د ټېګري له مرکز شاتګ وکړ او له دې سره سم يې يو طرفه اوربند هم اعلان کړ. د اېتوپيا حکومت له لوري د اوربند په اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا اوربند به د کرکيلې موسم تر پايته رسېدو پورې دوام وکړي.
خو ټېګري وسلهوال يې نه مني له اېتوپيايي ځواکونو څخه د تېګري سيمې پر تصفيې ټيګار کوي.