Home » سیمه او نړی » ایمانوېل مکرون له ایرانه غوښتي چې اټمي تړون ته ور وګرځي
رویداد خبري آژانس
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون

ایمانوېل مکرون له ایرانه غوښتي چې اټمي تړون ته ور وګرځي

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي غوښتي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵م کال اتمي ټړون ته وروګرځي.

دواړو ولسمشرانو پرون د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه نېټه) ټیلیفوني خبرې کړي او له ایرانه غوښتل شوي چې له ځنډ پرته په ویانا کې درول شوې خبرې بېرته پيل او اټمي فعالیتونه ودروي.

د ایران نوي سخت دریځه ولسمشر ابراهیم رییسي بیا ویلي، تر هرڅه لومړی باید د ایران د حقونو ضمانت وشي.

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپله وېبپاڼه لیکلي، یو ساعته خبرو کې د دوی ولسمشر پر دې ټېنګار وکړ چې تړون ته د ور ګرځېدو په صورت کې باید د ایرانیانو ټولې ګټې باوري شي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...