ایرو ایشیا رېیویو په یوه مقاله کې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتلو او په ټوله کې د افغانستان په اړه د امریکا تګلارې ته اشاره کړې ده.
د مطلب لیکوال وایي له لومړي سره افغانستان ته د امریکا د راتګ موخه ددغه هېواد پرمختګ او حالت ښه کول نه و، بلکې په سیمه کې یې خپلې ګټې پاللې او هغه وخت باور دا و، چې ګواکي له نظامي لارو خپل سیالان ځپلی شي.
سرچینه وایي کله چې جګړه اقتصادي بڼې ته واوښته امریکا په دې پوه شوه چې د حریفانو د ځپلو لار یې نظامي نه بلکې اقتصادي ده نو ځکه یې د افغانستان په ګډون د منځني ختيځ له ډېرو هېوادونو خپل سرتېري و ایستل.
سرچینه وایي امریکا یوازې خپلې ګټې پایلي، د نورو هېوادونو وضعیت ورته مهم نه دی او په نړیواله کچه د خپلو سیالانو د ځپلو په لټه کې ده.