Home » سیمه او نړی » ایراني چارواکي: د امریکا هر ډول برید ته ځواب ویلی شو

ایراني چارواکي: د امریکا هر ډول برید ته ځواب ویلی شو

څه موده وړاندې نیویارک ټایمز یو راپور خپور کړی چې په کې لیکل شوي و، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اتومي تاسیساتو د برید پلان درلود، له دې راپور په نشریدا سره ایران هېواد توند غبرګون ښودلی.

راپورونه وايي د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي رسنیو ته ویلي  پر ایران د امریکا هر ډول برید ته سخت ځواب ورکولای شو، خو نوموړی وايي چې د دا ډول پیښو احتمال لږ وي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د نومبر پر ۱۲مه ولسمشر ټرمپ د خپلو سلاکارانو څخه پوښتنه کړې چې ایا په راتلونکو اوونیو کې د ایران پر اصلي اټمي تأسیساتو د برید لپاره انتخابونه شته؟

بل لور ته د اټمې انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ایران د بډای شویو یورانیمو زېرمه کولو ته دوام ورکړی دی.

راپورونه وایي ټرمپ د اټمې انرژۍ د نړیوالې ادارې تر راپور وروسته دا پوښتنه کړې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...