Home » افغانستان » ایران ۳۰۶ بندیان افغان حکومت ته سپارلي
رویداد خبري آژانس

ایران ۳۰۶ بندیان افغان حکومت ته سپارلي

د هرات چارواکي وایي، ایران دولت افغان حکومت ته ۳۰۶ بندیان سپارلي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې د زندانیانو دا تبادله پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) په اسلام کلا بندر کې وشوه.

فرهاد وایي، دغه زندانیان به د حبس پاته موده په افغانستان کې تېروي.

دا چې د دغو کسانو جرمونه څه دي؟ په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

ایران او افغانستان تر خپله منځه د یوې موافقې له مخې د زندانیانو تبادله کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...