Home » افغانستان » ایران: ملګري ملتونه باید په ایران کې د اوسېدونکو کډوالو بودیجه زیاته کړي

ایران: ملګري ملتونه باید په ایران کې د اوسېدونکو کډوالو بودیجه زیاته کړي

ایران حکومت وایي، که ملګري ملتونه د کډوالو بودیجه زیاته نه کړي د کډوالو په برخه کې به خپل سیاست بدل کړي.

د ایران په کورنیو چارو وزارت کې د کډوالو د چارو رییس نادر یار احمدي پرون (شنبې، د تلې ۲۸مه) په جینوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر فلیپوګراندي سره د خبرو پر مهال دا خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو بودیجه تر هغه ډېره کمه ده چې ایران اړتیا ورته لري.

ایران په داسې وخت کې له ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د مرستې زیاتېدو غوښتنه کوي، چې په خپله خاوره کې یې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي.

په دې وروستیو کې ایران د خوراکي موادو په کارخونو او روغتیایي مرکزونو کې د افغان کډوالو پر ګمارنه بندیز ولګاوه او د چهارشنبې په ورځ د ایران په کرمانشاه ولایت کې د کرنې په برخه کې هم د افغان کډوالو پر کار بندیز ولګېده.

د ځینو راپورونو له مخې، په ایران کې ۷۸۰ زره ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي او څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانان کډوال په دغه هېواد کې د قانوني اسناد له لرلو پرته ژوند کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...