Home » سیمه او نړی » ایران له ۲۰۱۰ کال راهیسې ۷ زره ۹۱۲ تنه اعدام کړي

ایران له ۲۰۱۰ کال راهیسې ۷ زره ۹۱۲ تنه اعدام کړي

په پاریس کې د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي د ایران دولت له ۲۰۱۰ کال راهیسې تر دې دمه ۷ زره ۹۱۲ تنه اعدام کړي دي.

ایران د بشري حقونو سازمان رییس، محمود امیري مقدم سه شنبه د کب په پنځلسمه په ناروې کې ویلي چې په ایران کې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۰۲۳ کال کې د اعدامونو ګراف ۴۳ سلنه لوړ شوی دی.

ایران کې د مهسا نومي نجلۍ له نیونې او په ۲۰۲۲ کال کې د نوموړې تر مرګ وروسته هلته پراخ لاریونونه وشول چې د ایران محاکمو له لوري د ځینو د اعدام او نیونې لامل شول.

په ناروې او پاریس کې د ایران د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو اعلان کړی چې د ایران دولت په تېر یو کال کې ۸۳۰ تنه د بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي.

د یادو سازمانونو د معلوماتو له مخې، په ایران کې د۲۰۲۴ کال د پیل راهیسې ۸۳ تنه اعدام شوي چې د دوو مېرمنو په ګډون له اتلس کلونو کم عمره ۱۸ ماشومان هم پکې شامل دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...