Home » سیمه او نړی » ایران د کرونا ضد چینایي واکسین سینوفارم ته اجازه ورکړې
رویداد خبري آژانس

ایران د کرونا ضد چینایي واکسین سینوفارم ته اجازه ورکړې

ایران وایي چې کووېډ-۱۹ ضد چینایي واکسین سینوفارم ته یې بېړنۍ اجازه وکړې ده.

د ایران د درملو او خوراکي موادو د ادارې ویاند پرون چهارشنبې (د کب ۲۰مه) وویل چې د اوس وخت لپاره د دغه واکسین وېش او ترزیق منع نه دی.

پرون پاکستان هم د دغه چینايي واکسین ورکړه له دې سره-سره پیل کړه چې د پاکستان طبي کار کوونکو د هغه پر اغېزمنتوب شکونه څرګند کړل.

د پاکستان د روغتیا وزیر فیصل سلطان وویل چې د چین سینوفارم واکسین به په لومړي پړاو کې هغو کسانو ته ورکړل شي چې عمرونه یې تر ۸۰ کلونو ډېر دي.

له هغې نظرپوښتنې سره سم چې یوه اوونۍ دمخه خپره شوه، د پاکستان نیمايي طبي کار کوونکو ویلي چې پر سینوفارم واکسین باور نه لري، خو حاضر دمه پاکستان بل واکسین نه شي ترلاسه کولی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...