د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان کابل ته راغلی او دلته یې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي.
طاهریان ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي او د سولې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي.
هغه همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
افغان لوري هم ویلي چې د افغانستان د سولې په برخه کې سیمه ییزه او نړیواله اجماع مهمه ده او ایران هم د افغانستان د ګاونډي په توګه باید د سولې په بهیر کې صادقانه او جدي مرسته وکړي.