Home » سیمه او نړی » ایا د استانبول هاګیا صوفیا کلیسا بیا په جومات بدلیږي؟

ایا د استانبول هاګیا صوفیا کلیسا بیا په جومات بدلیږي؟

دا ودانۍ د بزنتین امپراتورۍ په وخت کې جوړه او د یو کلیسا په توګه کارېدله خو کله چې فسطنطنیه د عثماني امپراتورۍ له خوا فتح شوه نو د یو جومات په توګه ترې کار اخیستل کېده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون جمعه (چنګاښ ۲۰/جولای۱۰) اعلان وکړ چې هاګیا صوفیا چې د نړۍ د معمارۍ یوه بېسارې ودانۍ بلل ګیږي له دې وروسته به د مسلمانانو عبادت کوونکو پر مخ خلاصه شي.

یوې ترکۍ محکمې حکم وکړ چې د شپږمې زېږدیزې پېړۍ دغه کلیسا چې د بیزانس امپراتورۍ پورې اړه لري، د موزیم پر ځای دې ترې جومات جوړ شي تر څو مسلمانان ترې ګټه واخلي.

دغه اقدام یونان کې د مسیحیان غوصه را پارولې ده.

هاګیا صوفیا استانبول کې د یونسکو روز نیز مرکز هم دی.

دا ښکلې ودانۍ د بزنتین امپراتورۍ په وخت کې جوړه او د یو کلیسا په توګه کارېدله.

خو په ۱۴۵۳ زېږدی کال کله چې فسطنطنیه (نننی استانبو) د عثماني امپراتورۍ له خوا فتح شوه نو د یو جومات په توګه ترې کار اخیستل کېده.

ترکیې کې ایالتي شورا چې د دغه هېواد په محکمو کې تر ټولو واکمنه اداري محکمه ده په اکثریتو رایو، پخوانۍ پرېکړه چې به ۱۹۳۴ کې د ترکیې کابینې له خوا نیول شوې وه رد کړه او وې ویل چې د هاګیا صوفیا د ملکیت سند د یو جومات په توګه په رسمیت پېژني.

د اردوغان دغه اقدام به نه یوازې د یونان کرکه چې د ترکیې تاریخي دوښمن بلل کیږي راوپاروي بلکی د روسیې سره ترینګلتیا به هم له ځانه سره ولري.

یونان د ترکیې دغه اقدام “د یو متمدنې نړۍ پر ضد ښکاره دوښمني” بللې او ویلي یې دي چې دې کار ترکیه شپږ پېړۍ وروسته واچوله.

د روسیې ارټوډوکس کلیسا ویلي چې “د میلیو نونو میسحیانو غږ وانه ورېدل شو.”

یونسکو پرون سهار ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې له هاګیا صوفیا نه جومات جوړ نه کړي او د خبرو اترو له لارې روغې جوړې ته ورسیږي.

هاګیا صوفیا له ۱۹۳۵ نه د ټولو دینونو لارویانو د موزیم په توګه کارېده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...