د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، امریکایان د سولې بین الافغاني خبرو کې لاسوهنه کوي.
نوموړي پرون پنجشنبې د اکتوبر۱ (تلې۱۱) په مزار شریف کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې مذاکراتي ټيمونه بايد د سولې رامنځته شوی فرصت ضايع نه کړي او خپلې خبرې ګړندۍ کړي.
د نوموړي په خبره، امریکایان د سولې بین الافغاني خبرو بهیر کې په لاسوهنې سره هڅه کوي د افغانانو ترمنځ بې باوري زیاته او دنياوالو ته وښيي، چې افغانان سوله نه بلکې جګړه غواړي.
اکبر اغا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو افغاني لوریو غوښتنه کړې ده چې خبرې بیا پیل او ژر یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس