ځينو ايراني رسنيو خبر ورکړی چې د هرات په اسلام کلا کې د ايران او افغانستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له لانجې وروسته، د دواړو هېوادونو ځواکونه اوس په نيمروز کې يو بل ته ګوته په ماشه دي.
ايرنا خبري اژانس ويلي، چې د يادې لانجې په ترڅ کې ايراني پوځيان او د دوی زريدار ټانکونه د افغانستان له نيمروز ولايت سره د پولې هغې نقطې ته رسيدلي چې د لانجې له امله وضعيت په کې نازک دی.
په خواله رسنيو کې هم داسې انځورونه او وېډيوګانې لاس په لاس کېږي، چې په نيمروز کې د افغانستان او ايران ترمنځ پر پوله يو غير عادي حالت په ډاګه کوي.
په دې وېډيوګانو ادعا شوې چې د ايران د دوغارون ګمرک ښاروالۍ، د دې ګمرک پارکينګ په بشپړه توګه تخليه کړی او د دې کار موخه د يوې احتمالي جګړې پېښېدل ښودل شوي دي.
تر اوسه د افغانستان او ايران چارواکو په دې اړه رسنيو ته رسما څه نه دي ويلي.