Home » افغانستان » ايران: د کنګل شوې شتمنۍ ازادول د افغانستان اقتصاد لپاره حياتي دي

ايران: د کنګل شوې شتمنۍ ازادول د افغانستان اقتصاد لپاره حياتي دي

په ملګرو ملتونو کې د ايران استازولۍ مرستيالې زهرا ارشادي پرون چهارشنبه د (کب په ۱۱مه) د افغانستان په اړه د دغه سازمان امنيت شورا په غونډه کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو ټينګار کړی دی.

نوموړې ويلي چې دامهال افغانان له اقتصادي پلوه په ناوړه وضعيت کې دي او زياتوي چې په نړيوالو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ملکيت يوازې پر افغانانو پورې اړه لري او د يادې شتمنۍ ازادول د افغانستان اقتصاد لپاره خورا حياتي موضوع ده.

ارشادي زياته کړې چي د افغانستان شتمنۍ ازادول بايد له هېڅ ډول سياسي دليل سره مشروط نه شي او په خبره يې ياده شتمني دې ژر ازاد کړای شي.

له دې سره جوخت نوموړې په افغانستان کې د يوه ټول‌شموله حکومت پر رامنځته کولو هم ټينګار کړی او له نړيوالې ټولنې يې هم غوښتي چې په دې هېواد کې د يوه ټول‌شموله حکومت د رامنځته کېدو اړتيا په پام سره دې پر طالبانو فشار زيات کړي.

زهرا ارشادي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې پرمهال په افغانستان کې د ترهګريزو فعاليتونو په اړه هم اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې د افغانستان په ختيځ کې د داعش ډلې فعاليتونه بيا زيات شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...