Home » سیمه او نړی » اوکرايني او روسي ځواکونه د باخموت نیولو لپاره سخته جګړه روانه کړې

اوکرايني او روسي ځواکونه د باخموت نیولو لپاره سخته جګړه روانه کړې

اوکراین او روسیه لا هم د اوکراین د ختیځ ښار بخموت له یوې ساحې د یو بل د پوځیانو د ایستلو هڅه کوي.

د اوکراین پوځ ویلي چې، په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د روسیې له‌خوا د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې څه باندې ۴۰ حملې شوې دي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د هغو اسنادو پر افشا کېدو څېړنه کوي، چې په را روانو اوونیو کې د امریکا او ناټو د پلانونو په اړه دي، چې ګواکې غواړي د اوکراین احتمالي- پوځي عملیاتو ته پوځي مرسته برابره کړي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن جمعه په خپلو ورځنيو معلوماتو کې ویلي، د لیمان، بخموت، افدییفکا او ماریینکا له شا و خوا سیمو د جګړو راپورونه ورکړل شوي او دغه شخړې یې سختې بللې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...