په اوکراين کې خلک د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير زيلينسکي له پرېکړې سره سم واټونو ته را وتلي او نن چهارشنبه د ملي يووالي د ورځې په توګه نمانځي.
وروسته له هغې چې امريکايي چارواکو پر اوکراين د روسيې احتمالي بريد خبر ورکړ او زياته يې کړه چې روسيې د چهارشنبې ورځ پر ياد هېواد د بريد لپاره ټاکلې، ورسره سم ولسمشر زلينسکي د اوکراين وګړو ته لارښوونه وکړه چې د چهارشنبې په ورځ له خپل ملي بيرغ سره واټونو ته ووځي او ياده ورځ د ملي يووالي د ورځې په توګه ونمانځي.
بلخوا روسيې خبر ورکړی چې له اوکراين سره پر پوله د لانجې کمولو په موخه يې، له پولې څخه زيات شمېر سرتېري او زغروال ګاډي بېرته په شا کړي دي.
خو امريکا او لوېديځ هېوادونه بيا دا نه مني چې ګواکې روسي ځواکونه دې له اوکراين سره له پولې په شا شوي وي. د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي، پر اوکراين د روسيې د بريد احتمال لا هم پر خپل ځای دی او په خبره يې، که روسيې له پولې خپل سرتېري په شا کړي، نو ثبوت دې يې وړاندې کړي.