اوکرايني چارواکو نن شنبه د (کب په ۷مه) خبر ورکړی چې د روسيې له لوري په روان بريد کې تر دې مهال نږدې ۱۲سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اوکراين د روغتيا وزير وېکټور لياشکو نن په ادې اړه ويلي، چې د مرګ ژوبلې دې شمېرو له ډلې ۱۹۸ تنه وژل شوي او زر تنه تور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په خبره په وژل شوو کسانو کې ۳ تنه ماشومان هم شامل دي. دا چې په ياده مرګ ژوبله کې روسي سرتېري هم شامل دي که نه؟ لياشکو يې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
نوموړي دغه راز زياته کړې، چې پنجشنبې په ورځ د فيبروري په ۲۴مه پر اوکراين د شمال، ختيځ او لوېديځ له خواوو د روسي ځواکونو د هوايي، راکېټي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۱۱۱۵ ننه ټپيان شوي چې په ډله کې يې ۳۳ ماشومان هم شامل دي.